د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون پنځمه غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۹مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د ساينس او تکنالورژۍ وزير وانګ جي ګانګ د روانې مياشتې په ۳۰مه نېټه د دغې غونډې په هکله يوه خبري ناسته کې وويل چې د ساينس او تکنالوژۍ پرمختګ له ورخلاصون او همکارۍ سره مقابله نه کوي او د سانيس او تکنالوژۍ په برخه کې به د چين د ورخلاصون او همکارۍ ګامونه لا نور چټک شي.
هغه وويل چې چين بايد د هېواد په دننه او بهر کې د چاپيريال د نويو بدلونونو په وړاندې د پرمختګ نوې نظريې تطبيق کړي، باکيفيته پرمختګ به وکړي، د پرمختګ نوی شکل به جوړ کړي، د پخوا په پرتله دې د ساينس او تکنالوژيو د نوښتونو له لارې د حل و فصل طريقې پيدا کړي او نوښت ته دې لومړيتوب ورکړي. چين هېله لري چې د نړۍ د پرمختګ له تجربو څخه ګټې واخلي او د ساينس او تکنالوژۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې له نړۍ سره شريکې کړي او له نړيوالو ننګونو سره په مقابله کې خپل خدمتونه تر سره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |