CRI Online

چين: امريکا بايد په مسئولانه توګه د افغانستان مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 11:08:26

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وین بين د اکتوبر په ۳۰مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وویل، امریکا د افغانستان مسئلې مستقيم ګډونوال او تر ټولو لوی بهرنی عنصر دی، نو دغه هېواد بايد په مسئولانه توګه افغانستان مسئله حل کړي او د افغانستان د سولې او روغې جوړې په بهير کې دې رغنده رول ولوبوي.

د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې چارو په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزد مخکې ويلي و، د بين الافغاني خبرو اترو پرمختګ ډېر مايوسه کوونکی دی. هغه زياته کړې ده، په افغانستان کې د زور زياتي کچه د منل وړ نه ده او د خبرو اترو دواړه خواوې باید د زور زياتي د کمښت په اړه موافقې ته ورسېږي. هغه وويل، چين له نړيوالې ټولنې سره د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د تړون پلي کېدو او بين الافغاني خبرو اترو ته په درنه سترګه ګوري، خو دا هم د پام وړ دی چې په افغانستان کې امنيتي حالت ښه نه دی او بين الافغاني خبرې اترې په سالم ډول نه دي روانې. چين له دې اصل څخه ملاتړ کوي چې دغه سوله یيزې خبرې اترې بايد د افغانانو په لارښوونې او حاکميت لاندې وي. هيله ده چې د خبرو اترو دواړو خواوو پر سياسي حل ټينګار وکړي او خپل توپيرونه حل کړي څو چې ژر تر ژره روغې جوړې ته ورسېږي. 

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای