CRI Online

د چين د پرمختګ نوې نقشه د نړۍ لپاره نوي فرصتونه برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 14:17:52

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹مې دورې مرکزي کميټې ۵مه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د ۱۴م پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د اوږد مهاله اهدافو د جوړولو په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې وړانديزونه تصويب شوي. دا مهم سند د لا ښه ژوند د لټولو لپاره د خلکو د ليوالتيا پر اساس دی چې په کې د نوي پرمختګ مفهوم د پرمختګ له ټول بهير او ټولو برخو سره يو ځای کېږي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده هدف، کليدي دندې او لوی اقدامات وړاندې شوي. دا نه يوازې د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره نقشه جوړه او د پرمختګ لاره يې روښانه کړې ،بلکې د نړيوال اقتصاد د بيا رغونې او ودې لپاره نوي فرصتونه هم برابروي.

د نړيوال وضعيت له لحاظه ، په نړۍ کې ستر بدلونونه چې په تېره يوه پيړۍ کې نه دي رامنځته شوي، تحول ګړندی کوي. د کوويد-۱۹ وبا د نړۍ په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ سخته او منفې اغېزه کړې. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه ټول نوي خوځنده ځواک او نويو فرصتونو ته سترګې په لاره دي. په دغسې شرايطو کې د نړۍ دوهم لوی اقتصاد په کليدي موده کې د پرمختګ ترتيب بې له شکه د نړيوالې ټولنې عمومي تمې راپاروي.

بازار په نړۍ کې قيمتي او نادره سرچينې دی. په راتلونکي کې به د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو ، د بهرنۍ پانګې کارولو او بهرنۍ پانګې اچونې پيمانه په پر له پسې توګه زياته شي . په دې وروستيو ورځو کې ، د چين د ۳مې دورې په نړيوال

وارداتي نندارتون کې د ګډون لپاره د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو توليدات په پرله پسې ډول شانګهای ته استول شوي. دا په بشپړ ډول ښيي چې چيني فرصت نړۍ ته مهم او په زړه پورې دی.

د يادونې وړ ده چې په ياده غونډه کې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ملي اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پلان په تصويب سربېره ، د ۲۰۳۵ کال د اوږد مهاله هدف په هکله وړانديزونه هم تصويب شول. له دې څخه څرګندېږي چې د چين پرمختګ اوږد مهاله ليد اخلي او هغه حقيقت چې نړۍ ته يې راوړي، هم به اوږدمهاله وي کوم چې په بشپړ ډول د يو لوی مسؤلانه هېواد مسؤليت منعکسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای