CRI Online

چين به د نړيوال اقتصاد د احيا او دايمي پرمختګ لپاره قوي خوځنده ځواک برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 14:19:31

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، د چين د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د څوارلسم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د اوږد مهالي هدفونو له ټاکل کېدو او پلي کېدو سره به چين د نړيوال اقتصاد د احيا او دايمي پرمختګ لپاره لا قوي خوځنده ځواک برابر کړي.

د زياتو هېوادونو مشرانو او نړيوالو پولي ارګانونو او تصديو په دې وروستيو کې د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه د خوشبينۍ نظريې او د چين د راتلونکي په اړه باور او هيلې څرګندې کړې. وانګ ون بين د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو په ترڅ کې وويل، چې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون د ۵مې عمومي غونډې په اعلاميه کې تر ۲۰ زيات ځلې (( اصلاحات )) او (( ورخلاصون )) ياد شوي او داڅرګنده شوې چې چين به په هراړخيزه توګه د ورخلاصون سويه لوړه کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي. دغه اعلاميې نړيوالو ته ښکاره پيغام ليږلی چې چين به د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ژورتيا ټينګار وکړي او له نورو هېوادونو سره به ګډې ګټې رامنځه کړي. د چين د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د څلورم پنځه کلن پلان او د ۲۰۳۵ کال د هدفونو له جوړېدو او تطبيق سره به چين د نړيوال اقتصاد د احيا او دايمي پرمختګ لپاره لا قوي ځواک برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای