CRI Online

په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۴۴۸۸۸۸۶۹ ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 14:28:37

د روغتيا نړيوال سازمان په ويبپاڼه کې د خپرې شوې تازه شمېرنې له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د اکتوبر تر ۳۰مې نېټې پورې په نړۍ کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۵۰۵۷۵۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۴۸۸۸۸۶۹ته رسيدلی؛ د دغه ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۷۰۰۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱۱۷۸۴۷۵ ته رسيدلی دی.

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د شمېرنې له مخې، د ختيځې امريکا پر وخت د اکتوبر د ۳۰ مې نېټې د ماسپښين تر ۳ بجو او ۲۴ دقيقو پورې په دغه هېواد کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته شويو کسانو شمېر ۹۰۰۷۲۹۸ ته رسيدلی او د دغه ويروس له امله ۲۲۹۲۹۳ مړه شوي چې چې د اخته او مړه شويو کسانو شمېر يې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زيات دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای