CRI Online

د امريکا خبري رسنۍ: په دغه هېواد کې په هرو ۱۰۷ ثانيو کې د کوويډ-۱۹ ويروس له امله يو تن مړ کيږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-31 14:33:01

په امريکا کې د کوويډ-۱۹ وبا د خپرېدو وضعيت د سختېدو په حال کې دی. د امريکا سي أن أن د کتوبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د جانز هاپکينز پوهنتون د شمېرنې له مخې، په همدې ورځ په دغه هېواد کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې د نويو ثبت شويو پېښو شمېر ۸۸۵۲۱ و چې لوړ ريکارډ يې جوړ کړی. د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۳۰مې نېټې د ماسپښين تر ۲ بجو او ۲۴ دقيقو پورې په امريکا کې پر دغه ويروس د اخته شويو کسانو ۸۹۴۶۱۵۴ شمېر ته او د مړه شويو کسانو شمېر يې ۲۲۸۶۶۸ ته رسيدلی دی.

(( يو اېس اې ټودې )) ورځپانې (USA Today) د اکتوبر په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې د تېرې يوې مياشتې په هره ورځ کې د امريکا په روغتونونو کې د کوويډ-۱۹ ويروس د بستري شويو ناروغانو شمېر او د دغه ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د زياتېدو په حال کې و. په هرو ۱۰۷ ثانيو کې د کوويډ-۱۹ ويروس له امله يو امريکايي مړ شوی دی.

د امريکا د ناروغيو کنترول مرکز د اکتوبر په ۲۹مه نېټه يو اټکلي راپور خپور کړ چې له مخې يې ښايي د نومبر تر ۲۱مې نېټې پورې په امريکا کې د نوموړي ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر له ۲۴۳ زرو څخه تر ۲۵۶ زرو پورې وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای