د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر ۳۱ مه نېټه د ښارونو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. د م م سرمنشي انټونيو ګوټرس د روان کال د دغې ورځې په مناسبت د فعاليتونو پرانيستونکو مراسمو ته په وينا کې وويل چې په روان کال کې دې د ښارونو د نړيوالې ورځې په لړ کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د استوګنيزو سيمو وتلي خدمتونه وساتل شي او بېلابېل هېوادونه دې ښارونو ته د پرمختګ ورکولو په بهير کې د استوګنيزو سيمو رول ته اهميت ورکړي.
ګوټرس په خپله وينا کې وويل چې د نړۍ ٪55 نفوس په ښارونو کې اوسيږي او وړاندوينه کيږي چې دغه کچه ښايي په ۲۰۵۰ کال کې ٪68 ته لوړه شي.ښارونه له کوويد-۱۹ وبا سره د روانې مبارزې په بهير کې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي او په ښارونو کې استوګنيزو سيمو په دغه مبارزه کې د پام وړ رول لوبولی دی. په داسې حال کې چې عامه روغتيايي او طبي خدماتي سيستم د کورونا وبا له امله کمزوری شوی، استوګنيزو سيمو د وبا پر وړاندې په مبارزه کې ځانګړی رول لوبولی او د حکومتونو له اقداماتو څخه يې ملاتړ کړی دی. نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې که استوګنيزو سيمو ته د تګلارو د ټاکلو ونډه او مالي ملاتړ ورکړی شي، نو پدې سره به ښارونه لاټولشموله، متوازن او تلپاتې پرمختګ ومومي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |