CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ : څوارلسم پنځه کلن پلان بايد د خلکو له هيلو سره سمون ولري او د چين د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره بايد د تفصيلي لارنقشې په توګه رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-01 11:07:32

د سينهوا  خبري اژانس د خبر له مخې، د چین دولتي شورا د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د دغه هېواد د راتلونکو پنځو کلونو د اقتصادي او ټولنيزې ودې په اړه څوارلسم پنځه کلن پلان د جوړولو په اړه يوه غونډه ترسره کړه. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دې غونډې مشري وکړه او غونډې ته يې په وينا کې وويل چې ياد پلان بايد د خلکو له هيلو سره سمون ولري او د هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې لپاره د تفصيلي لارنقشې په توګه رول ولوبوي.

لي که چيانګ په خپله وينا کې وويل، چين لااوس هم د نړۍ تر ټولو لوی پرمختيايي هېواد دی، نو ياد پلان بايد د خپلو واقعي حالاتو له مخې جوړ شي او په دې پلان کې بايد پرمختګ ته لومړيتوب ورکړی شي. دغه راز  د ښوونې، طب، د زړو کسانو د ساتلو او د ماشومانو د روزلو په برخو کې دې یو لړ نوې پروژې طرحه شي او د مهمو دندو د ترسره کېدو لپاره دې نوې پاليسۍ او تګلارې جوړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای