CRI Online

تدروس: ويروس ته نه تسليميږو

cri     (GMT+08:00) 2020-11-01 11:19:42

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم ګيبريسوس د اکتوبر په ۳۰ مه نېټه د دغه سازمان په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې کوويد-۱۹ ويروس د انسانانو پر روغتيا به اوږدمهاله اغېزه ولري، که انسانان دغه ويروس ته تسليم شي، نو نورو ميليونو کسانو ته به مرګ ژوبله ورسیږي او  لازيات کسان به له دې ناروغۍ څخه د جوړېدو لپاره اوږد بهير ته اړتيا ولري.

نوموړي زياته کړه، که په نړۍ کې د کوويد -۱۹ ويروس ضد واکسين په مساوي ډول وويشل شي، نو ښايي د انسانانو بدني توان د ويروس پر وړاندې پياوړی شي. اوسمهال د ځينو واکسينونو څېړنې درېيم يعني وروستي پړاو ته داخلې شوې او ۱۸۶ اقتصادونو د کوويد-۱۹ ويروس ضد واکسين د تطبيق په پلان کې ګډون کړی دی.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو حکومتونه او خلک بايد د واکسين تر جوړېدو مخکې په ټول توان د ویروس د خپرېدو مخه ونيسي، ځکه دا د انسانانو پر روغتيا د دې ويروس د اوږدمهالې اغېزې د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه طريقه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای