د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د کندوز والي وياند عصمت الله مرادي د نومبر په لومړۍ نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه ولايت د والي د کور پر انګړ د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې ۵ تنه ګارډان ټپيان شول.
د خبر له مخې، د چاودنې په وخت يو شمېر ګارډان د واليبال د لوبې په حال کې وو. نوموړي د دغه بريد پړه پر طالبانو اچولې، خو طالبانو د دې خبر تر خپرېدو هېڅ نه دي ويلي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |