CRI Online

د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې په چين کې د کم شويو مالياتو او لګښتونو ارزښت له ۲۰۰۰ مليارډو يوانو څخه هم اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-02 10:52:36

د سينهوا اژانس خبريال د چين د مالياتو له عمومي ادارې څخه خبر واخيست چې د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې په چين کې د کم شويو مالياتو او لګښتونو ارزښت ۲۰۹۲ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی چې له دې جملې څخه ۱۳۶۵ ميليارډه او ۹۰۰ ميليونه يوانه د کوويد-۱۹ له مخنيوي او د اقتصاد او ټولنې له پرمختګ سره اړه لري.

د هېواد د مالياتو عمومي ادارې د پلان او حساب څانګې مشر څای زي لي وويل، د مالياتو او لګښتونو د کمولو اقداماتو د غوره کېدو په رڼا کې بازارونه ګام په ګام او په سالم ډول بيا سمسور شوي. (شکریه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای