CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان : په ټوله نړۍ کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۵ ميليون ۹ لکه ۴۲ زره او ۹۰۲ ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-02 10:56:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په لومړۍ نېټه تازه شمېرې خپره کړې چې له دې سره سم په ټوله نړۍ کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر ۴۵ ميليونه ۹ لکه ۴۲ زره او ۹۰۲ ته رسېدلی دی.

د تازه شمېرې سره سم، د منځنۍ اروپا په وخت د نومبر په لومړۍ نېټه له غرمې وروسته تر يوې بجې او ۴۹ دقيقو، په ټوله نړۍ کې په کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۴ لکه ۷۳ زره او ۳۱۱ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۴۵ ميليونه ۹ لکه ۴۲ زره او ۹۰۲ ته رسېدلی دی. د دې وبا له امله د مړو شويو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۶۵۷۸ زيات شوی او عمومي شمېر يې يو ميليون يو لک ۹۲ زره او ۶۴۴ ته رسېدلی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای