رويټرز اژانس خبر ورکړ چې د اسيا اقتصاد د چين د اقتصادي زياتوالي په رڼا کې د بيا سمسورتيا په حال کې دی. د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو له کابو يو کال وروسته، د چين اقتصاد د پرمختګ نوي پړاو ته رسيږي.
په دې خبر کې ليکل شوي : اوس نړيواله ټولنه د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنو او په امريکايي وچه او اروپا کې د کوويد-۱۹ مخنيوي ته پاملرنې کوي، خو چين نامحسوس په څو ساحو کې پرمختګ او ترقي کړې.
په چين کې د کوويد-۱۹ د مخنيوي لپاره د ډېر سختو اقداماتو د غوره کېدو وروسته، نړيوال پولي صندوق اټکل کړی چې چين به يوازينی هېواد وي چې خپل سږنی اقتصادي پرمختګ وساتي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |