CRI Online

چين په هر اړخيزه توګه د شين پرمختګ په لاره کې دی، د پاکې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره به خپل خدمتونه ترسره او وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-02 15:54:28

په راتلونکو پنځو کلونو کې به د چين توليد او ژوند تر ډيره د شين پرمختګ پر شکل باندې بدل شي او ترې څرګندې اغيزمنې نتيجې به تر لاسه شي د ککړو توکو د ايستنې عمومي اندازه به په پر له پسي توګه کمه او ټيټه شي. تر ۲۰۳۵ کال پورې به د کاربن دوه اوکسايد ايستنې اندازه په ترتيب او منظمه توګه راښکته شي، په چاپيريال کې به په اساسي توګه ښه والی رامنځته شي او د ښکلي چين د ابادۍ هدف به په بنسټيزه توګه عملي شي.

د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون د پنځمې عمومي غونډې په ګډه اعلاميه کې د چين د پرمختګ د راتلونکې په هکله د چاپيريال د ساتنې او د شين پرمختګ هدف يو مهم او مشخص ټکی دی. د چين ستر رهبر څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې تر ۲۰۶۰کال مخکې د خارجېدونکي کاربن دوه اوکسايد د پاکونې پروژې په شمول د مهمو هدفونو او موخو اعلان وکړ. ټول نړيوال دا ليدلی شي چين پر شين پرمختګ باور او هم په دې اړه ټينګ هوډ لري.

د اقليمي بدلون له ننګونو سره مقابله کول، د دواملرونکي پرمختګ رامنځته کول د اوسنۍ نړيوالې ټولنې لپاره د پاملرنې وړ مهم ټکي دي. چين چې د يو ميليارد څلور سوه مليونه نفوس لرونکی هيواد دی، په تيرو پنځو کلونو کې د چاپيريال ساتنې مسئلې ته ډير اهميت ورکړی دی. په چين کې نه يوازې چينايان بلکې ميشت بهرنيان هم په څرګنده دا احساسولی شي چې د اسمان رنګ نور هم شين شوی دی، اوبه رڼې شوې او هوا لا نوره پاکه شوې ده. د رسمي شميرنې له مخې د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې په چين کې د کاربن دوه اکسايد د ايستنې اندازه په پرله پسي توګه کمه شوې ده، په څه دپاسه اتيا ښارونو کې د ټيټ کاربن د ايستنې په اړه د ازمايښتي سيمو د ابادۍ چارې ترسره شوې دي او په ښارونو او علاقه داريو کې په نويو جوړو شوو د استوګنې په ودانيو کې د کمې انرژۍ کارونې او سپمونې ودانيو شمېر شپېته سلنې ته رسيدلی دی.

اوسمهال د شين پرمختګ پر لاره باندې د قدم اخيستلو په حال کې دی او دا د چين د کمونېست ګوند لخوا د هېواد د ابادۍ په چارو کې يو مرکزي لارښوونکی نظر ګرځيدلی دی. د چين د کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون په پنځمه غونډه کې په ګډه اعلاميه کې د ورکړل شويو معلوماتو له مخې ويل کيږي، چين به د خپلو پخوانيو تجربو راغونډولو پر بنسټ په دوامداره توګه د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هر اړخيز او شين بدلون او د انسانانو او طبيعت د ګډ ژوند د دواملرونکي پرمختګ هڅونه وکړي. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د نوي پرمختګ په پړاو کې به د شين پرمختګ نظريې عملي شي او دا به د نوي پرمختګ په جوړښت کې لا مهم رول او اغېز ولري.

په چين کې د نوي پرمختګ په پنځو عمده نظريو کې د يوې برخې په توګه شين پرمختګ نه يوازې د چاپيريال له ښه والي سره مستقيم تړاو لري، بلکې په دې توګه باکيفيته پرمختګ رامنځته کېدلی شي. د بيلګې په توګه په تيرو پنځو کلونو کې د بادۍ، لمريزې بريښنا توليدولو چارو ډېر پرمختګونه کړي دي، په پر له پسي توګه د شين پرمختګ پر لارې د چين د اقتصادي پرمختګ د لارې هڅونه يې کړې ده.

په ياده غونډه کې وړانديز شوی دی چې د څوارلسم پنځه کلن پلان په موده کې به د انرژۍ انقلاب په قوت سره پر مخ بېول کيږي، د پرمختګ د عصري صنعتي چارو سيستم ته به چټکوالی ورکول کيږي، د اقتصادي سيستم د غوره والي او لوړوالي هڅونه به کيږي او تر ډيره د شين او دواملرونکي پرمختګ پر اهميت باندې ټينګار شوی دی تر څو د چاپيريال د ساتنې په چارو کې د پانګونو لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي او د چين د پرمختګ نوی انجن په حرکت راوستل شي. د اړوندې څانګې د ارزونې د اټکل له مخې د چين د شين اقتصاد توليدي ارزښت به تر ۲۰۲۵کال پورې ۱۲ زره ميليارد يوانو ته ورسيږي چې د جي ډي پي اته سلنه برخه به ونيسي، تر ۲۰۳۵کال پورې به دغه ارزښت د جي ډي پي څه دپاسه لس سلنه برخه ونيسي. د زيات شمېر اقتصادپوهانو د اټکل سره سم په راتلونکې کې د چين اقتصادي پرمختګ به په عمده توګه تر ډيره د شين پرمختګ په مټ باندې وي.

د يو مسئولانه هيواد په توګه چين د شين پرمختګ پر لارې او طرحې باندې ټينګار کوي په عين وخت کې يې په فعاله توګه په ګرده نړۍ کې د چاپيريال ساتنې د ادارې په چارو کې ګډون کړی او کوي يې په دې برخه کې يې خپلې تجربې، پوهې او ګټورې نظريې وړاندې کوي.

هغې نظريې چې پاکې اوبه او شنه غرونه د طلايي او نقره يي غرونو په شان ارزښتمن دي، د انسانانو او طبيعت ترمنځ د هوساينې ګډ ژوند عصري کيدنه جوړولی او ابادولۍ شي، د چين کمونېست ګوند د نولسم مرکزي کمېسيون په پنځمه عمومي غونډه کې د ايکولوژيکي پرمختګ په هکله مشخص ټاکلي هدفونه او هيلې لري، دا نه يوازې د چين د باکيفيته پرمختګ لپاره دي بلکې د پاکې او ښايسته نړۍ د ابادۍ لپاره هڅونه او ګام اخيستنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای