CRI Online

پرکابل پوهنتون بريد ۲۲ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 10:03:10

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين اريان د نومبر په ۲مه نېټه څرګنده کړه چې پر همدې ورځ ۳ اورپکو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې له امله يې د بريدګرو په شمول ۲۲ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.

د کابل پر وخت د نومبر د ۲مې نېټې د سهار په ۱۱ بجو او ۱۰ دقيقو ۳ اروپکو د کابل پوهنتون په شمالي دروازه کې بمونه والوځول او بيا دغه پوهنتون ته ننوتل او ورپسې يې له ملي امنيتي ځواکونو سره جنګ وکړ. اوس جنګ پای ته رسېدلی دی. ملي امنيتي ځواکونو پر کابل پوهنتون د دوی له بريد څخه سل ګونه محصلين او ښوونکي وژغورل.

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای