CRI Online

شي جين پينګ د اصلاحاتو د ژورتيا په موخه د يوې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 10:04:42

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د نومبر په ۲مه نېټه د دغه کمېسيون د بشپړو او ژورو اصلاحاتو کمېټې د يوې غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې چين به د ۱۴م پنځه کلن پلان په موده کې نوې پرمختيايي مرحلې ته ننوځي او د اصلاحاتو کليدي وخت به يې راورسېږي. موږ بايد سختو مسئلو ته زياته پاملرنه وکړو څو اصلاحات د پرمختيايي اړتياوو او د خلکو له ګټو سره سم تر سره شي او له پرمختيايي چارو سره په هراړخيزه توګه ونښلول شي. 

په دغه غونډه کې د نوې زمانې لپاره د دولتي اقتصادي ترتيباتو او جوړښت د غوره والي او تنظيمولو وړانديز، د لوړ معيار لرونکي بازاري سيستم د جوړولو عملي لايحه او له سهامي بازار څخه د شرکتونو د وتلو ميکانيزم د بشپړولو عملي پلان تصويب شول.

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای