CRI Online

د اېجين سمندر پر غاړه سختې زلزلې په ترکیه کې ۹۲ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 10:05:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ناورين او بيړني حالت اداري څانګې د نومبر په ۲مه نېټه څرګنده کړه چې د اېجين سمندر(Aegean Sea) پر غاړه د سختې زلزلې له امله تر همدې شپې په ترکيه کې ۹۲ تنه وژل شوي او ۹۹۴ تنه نور ټپيان دي.

د ترکيې د ناورين او بيړني حالت اداري څانګې په همدې ورځ خبر ورکړ چې اوس کابو ۸۰۰۰ کارکوونکي، ۲۵ ژغورونکي سپي او نژدې زر موټرونه په زلزله ځپلې سيمه کې ژغورونکي کارونه کوي. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای