CRI Online

اتوپيا کې د بريد له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 10:13:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اتوپيا پارلمان تر مشرۍ لاندې د بشري حقوقو کمېسيون د نومبر په ۲مه نېټه وويل، په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په منځنۍ سيمه اوروميا ايالت کې بريد وشو چې له امله يې کم تر کمه ۳۲ تنه وژل شوي دي.

د دې کمېسيون د مالوماتو له مخې، د دې بريد موخه په دې ایالت کې اوسېدونکي د امهارا قوم وګړي دي. څه باندې ۶۰ بريدګرانو د دې قوم وګړي له کوره بيولي او دوی يې ووژل، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

حکومت د دې بريد پړه د اورومو پر ازادي غواړو وسله والو واچوله. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای