CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت : امريکا بايد د بشري حقوقو په ساحه کې خپلو نيمګړتياوو ته توجه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 10:16:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې د بشري حقوقو په ساحه کې پر چين باندې د تور لګولو لپاره ځانګړې ويپاڼې ګمارلې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۲مه نېټه په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې په دې اړه وويل، چين د امريکا له دې عمل سره ټينګ مخالفت کوي، نوموړي وويل، امريکا بايد د بشري حقوقو په ساحه کې خپلو نيمګړتياوو ته توجه وکړي او په جدي ډول خپل پرابلمونه لرې کړي.

هغه وويل، بايد په هر اړخيز ډول د يو هېواد د بشري حقوقو د ساتنې حالاتو ارزونه وشي. د چين حکومت د خلکو په خوښه د بشري حقوقو د ساتنې مقررات جوړ کړي دي، د چين د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليون وګړو ژوند د حکومت په مرسته له بېوزلۍ څخه ژغورل شوی، او د منځنۍ پرمختللې سويې په موخه يې وده او پرمختګ کړی دی. د چينايانو منځنی عمر له ۳۵ کلونو څخه ۷۷ کلونو ته زيات شوی، په چين کې د تعليم، ټولنيز تضمين، طبي خدمت او ډيموکراتيک اصولو په رڼا کې تر نورو لوی سيستمونه جوړ شوي، د خلکو د بيان او مذهب ازادۍ او په دولتي چارو کې د ملي اقليتونو د ګډون حق په پوره توګه ساتل شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای