CRI Online

د خلکو لپاره خدمت؛ د چين د پرمختګ اصلي خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-03 17:57:51

د چين کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې د پنځمې عمومي غونډې په اعلاميه کې د (( خلک )) کليمه ۲۳ ځلې ياده شوې ده. له دې څخه څرګنديږي چې د چين کمونېست ګوند خلکو ته تل لومړيتوب ورکړی او پر همدې مفکورې ټينګار کوي او هميشه په اداري چارو کې د خلکو لپاره پر خدمتونو ټينګار کوي.

پرمختګ د څه لپاره دی؟ دا د يو هېواد د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د ارزښت په اړه پوښتنه ده. د چين په تېرو ۱۳ پنځه کلنو پلانونو کې اصلي موخه خلکو ته لومړيتوب ورکول وو. د چين واکمن ګوند د پلانونو د طرحه کولو په پيل کې د خلکو د پراخو نظريو پر اورېدلو ټينګار کړی او کوي يې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پخپله د پلان د وړانديز سند د ليکوالې ډلې د مشرتوب دنده پر غاړه اخيستې او د بېلا بېلو برخو له استازو سره يې ۷ ناستې تر سره کړي، څو پراخې نظريې او وړانديزونه تر لاسه کړي. په عين وخت کې د سند د جوړولو په بهير کې د انټرنيټ کاروونکو څه باندې يو ميليون کومنټونه راغونډ شوي، چې دا کار د چين د پنځه کلن پلان د جوړولو په تاريخ کې بې ساری دی.

د يادې اعلاميې په محتوياتو کې د خلکو د ګټو د زياتوالي او د خلکو د ژوند د لا ښه والي لپاره ځينې مهمې غوښتنې او تدبيرونه وړاندې شوي دي. په څوارلسم پنځه کلن پلان کې دا موخه ټاکل شوې، چې د خلکو ګټې نوې سويې ته ورسيږي، او تر ۲۰۳۵ کال پورې دا هدف ټاکل شوی چې د هر چينايي پر سر د کورنيو توليداتو منځنی ارزښت به له منځنۍ سويې لرونکي پرمختللي هېواد سره برابر وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای