CRI Online

چين د پرمختګ له لارې د سولې د هڅولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 10:13:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جيون د نومبر په درېيمه نېټه د سولې او دايمي سولې د اباد او د اوسنيو شخړو د لاملونو په باب د امنيت شورا په لوړپوړې علني غونډه کې پر دې ټينګار وکړ چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حل و فصل لپاره مهم بنسټ دی.

هغه وويل، د پرمختګ په ساحه کې د کوښښونو زياتوالی او د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړل د شخړو د مخنيوي تر ټولو مهم کار دی، د ډله ييز امنيت تضمين د دولتي امنيت د ساتنې مهمه لاره ده.

هغه زياته کړه چې په سوله ييزه توګه د شخړو حل و فصل د م م منشور يو بنسټيز اصل دی. وحدت او همکارۍ د ټولو ستونزو د لرې کولو لپاره تر نورو غوره اقدام دی. لوی هېوادونه د نړيوال ثبات د ساتنې په برخه کې ځانګړې دندې او وظيفې لري، د امنيت شورا دايمي غړي هېوادونه دې په دې ساحه کې خپل لارښوونکی رول ولوبوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای