د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۳مه نېټه خبري رسنيو ته څرګنده کړه، روسيه تل دا نظر لري چې د ناګورنو قرهباغ مسئله يوازې په سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو حل کېږي. د دغې مسئلې د منځګړيتوب لپاره د روسې دنده د ارمنستان او ازربايجان ترمنځ د اوربند تر سره کېدل او د يادې مسئلې د سوله ييز حل پيدا کول دي.
هغه څرګنده کړه چې روسيې د ناګورنو قره باغ مسئلې د منځګړيتوب لپاره زيات کارونه کړي او اوس له امريکا، فرانسې او نورو اړوندو خواوو سره په ګډو هڅو سره د اوربند تړون د پوره پلې کېدو تضمين کوي.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |