CRI Online

د پاکستان د ولسمشر په ګډون د نورو هېوادونو مشران به له ويډيويي لارې د چين په دريم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 15:26:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا جون ينګ د نومبر په ۴مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د پيل مراسم په همدې ورځ په شانګهای کې تر سره کېږي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په دې مراسمو کې ويډيويي وينا وکړي، د پاکستان ولسمشر عارف علوي، د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا، د چيلي ولسمشر ميګويل پينيرا، ازبکستان ولسمشر شوکت ميرزيويف، د صربيا ولسمشر اليکزندار ووچيچ، د هسپانيا لومړی وزير پيدرو سانچيز، د نوې پاپوا ګينه صدراعظم جامس ماراپي او د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان به هم دغو مراسمو ته خپلې ويډيويي ويناوې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای