CRI Online

د چين خارجه وزارت پر کابل پوهنتون د بريد سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 15:37:00

د خبر له مخې، د نومبر په ۲مه نېټه د افغانستان پر کابل پوهنتون بريد لږ تر لږه ۲۵ تنه ووژل. د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين په ۳مه نېته په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چې د دغه تروريستي بريد سخته غندنه کوي، د وژل شويو کسانو کورنيو ته تسليت وړاندې کوي او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي.

وياند وانګ ون بين وويل چې دا له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر ښوونيزو ارګانونو دوهم تروريستي بريد دی. چين پر دې ډېر حيران دی. چين تل له هر ډول تروريستي بريدونو سره مخالفت کوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د عامه امنيت د ساتلو په برخه کې له افغان حکومت او خلکو څخه ټينګ ملاتړ کوي او هيله لري چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای په افغانستان کې د سولې، ثبات او سمسورتيا د ژر تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. 

( سپوږمۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای