د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۴مې نېټې په شپه د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې چينايانو د خپلو نه ستومانه کېدوونکو کوښښونو په رڼا کې د کرونا وبا پرضد مبارزه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ او ښه کېدو په حال کې دی او د سږ کال په لومړيو درېيو ربعو کې يې مثبت پرمختګ موندلی، چې په دې جمله کې د بهرنۍ سوداګرۍ د اندازې د زياتوالي انډول يې صفر اعشاريه اووه سلنې ته رسېدلی او له بهرنيو پانګونو څخه د رښتينې استفادې د زياتوالي انډول يې پنځه اعشاريه دوه سلنې ته رسېدلی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |