د چين د ۳م نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکي مراسم د نومبر د ۴مې نېټې په شپه شانګهای کې تر سره شول. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يادو مراسمو ګډونوالو ته د ويډيو له لارې وينا وکړه.
هغه وويل، تاريخ ته په کتو، که څه هم موږ له خطرونو او ستونزو سره مخامخ کېږو، خو بيا هم بشري ټولنه دوامدار پرمختګ کوي. بېلابېل هېوادونه به د ورخلاصون او همکاريو پر لور دوامدار پرمختګ وکړي. موږ دې يو ځای سره ستونزې حل کړو، همکارۍ او نظر تبادلې دې ټينګې کړو او ورخلاصون دې پراخ کړو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |