CRI Online

د نړيوالو تصديو او سوداګرو لپاره د چين لوی او زړه راښکونکی بازار

cri     (GMT+08:00) 2020-11-04 21:18:20

(( له ستونزو سره سره د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې ګډون غواړم. )) دغه خبره د نوي زيلنډ د شيدو يوه شرکت د منيجر د زړه اواز دی او د نوموړي نندارتون د هغو برخوالو بهرنيو سوداګرو ګډ غږ دی، چې د کوويډ-۱۹ وبا له امله رامنځته شوې ستونزې يې ګاللي او شانګهای ته تللي دي.

د چين نړيوال وارداتي نندارتون په نړۍ کې د وارداتو تر عنوان لاندې د نړيوالو همکاريو يوازېنی لوړ پوړی ډګر دی. سږنی نندارتون د نړيوال کېدو، مسلکي کېدو او بازاري کېدو په برخو کې د تېرو دوو دورو په پرتله په لوړه کچه ترسره کيږي. د بېلګې په توګه يې دغه درې ټکي يادولی شو. د دغه نندارتون مساحت د تېرو دورو په پرتله ۳۰ زره متره مربع زيات دی. په دغه نندارتون کې لسګونو تصديو په لومړي ځل ګډون کړی دی. په دغه نندارتون کې به د سوداګرو د توکو د خرڅلاو ژوندۍ خپرونې وشي.

د نړۍ په هغو ۵۰۰ ډېرو غښتلو شرکتونو کې، چې د تېرو دوو دورو په نړيوالو وارداتي نندارتونونو کې يې ګډون کړی و، تر ۷۰ سلنې زيات يې په سږني نندارتون کې ګډون لري، ځکه دغو شرکتونو له تېرو دورو نندارتونونو څخه ګټې اخيستي او اوس غواړي په روان ځانګړي کال کې په چيني بازارونو کې نور زيات فرصتونه پيدا کړي.

سږ کال په لويديځه اروپا، شمالي امريکا، لاتيني امريکا او اسيا او آرام سمندر سيمو کې د سوداګريزو توکو د خرڅلاو اندازه ټيټه شوې، خو د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د چين په ستره برخه کې د اېل اوريال (L`OREAL) شرکت د سوداګريزو توکو د خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله شل اعشاريه اته سلنه زياته شوې؛ په چين کې د ولکسواګن ( Volkswagen) شرکت د موټرونو توليدي اندازه د روان کال په دوهمه ربع کې زياته شوې او په خپل مالي راپور کې يې ليکلي، چې چين د موټرو بازار د احيا مهم خوځنده ځواک دی. زيات نړيوال شرکتونه د کړکيچ او بحران پر وړاندې د چين اقتصاد د کلکوالي او د چيني بازارونو د احيا او پټ ځواک له امله په چين کې د خپلو چارو د پراخولو په هڅه کې دي.

د بهرنيو سوداګرو لپاره د خوښۍ وړ خبر دا دی، چې د چين کمونېست ګوند د نولسمې مرکزې کمېټې پنځمې عمومي غونډې د چين د راتلونکو پنځو کلونو پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې اوږد مهاله موخه طرحه کړې او دا پيغام يې ورکړی، چې چين به ورخلاصون لا پياوړی کړي. دغسې چين د هر نړيوال شرکت لپاره ډېر ښه فرصتونه برابر کړي، نو دا د حيرانتيا وړ خبر نه دی، چې نژدې سلو شرکتونو تر مخه په راتلونکو دريو کلونو کې د چين په نړيوالو درواتي نندارتونونو کې خپلې فرغې ثبت کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای