د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د څلورمې نېټې په شپه د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستونکو مراسمو ګډونوالو ته ويډيويي وينا وکړه.
نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې چين به د نړيوالو خدمتي چارو منفي ليست خپور کړي، د ډيجټلي اقتصاد او انټرنيټ په برخو کې به د ورخلاصون پياوړتيا ته به دوام ورکړي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادۍ او اسانه کېدو لپاره به اصلاحات او نوښت پياوړي کړي او له نورو هېوادونو سره د ټکنالوژيو د تبادلې لپاره به اسانتياوې برابرې کړي. چين هيله لري چې له نورو زياتو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ لوړ معيار لرونکي تړونونه لاسليک کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |