د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون د نومبر په ۴مه نېټه د امنيت شورا او د م م د سوله ساتو پوليسو ترمنځ په ډيالوګ کې وينا وکړه او غوښتنه يې کړې چې د سوله ساتو پوليسو امنيت دې خوندي وساتل شي او د دوی وړتيا دې پياوړی شي.
ښاغلي جانګ جون د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې د سوله ساتو پوليسو کاري چاپېريال ورځ تر بلې د خطرناکېدو په حال کې دی. د دوی امنيت ساتل او تضمين د دوی د دندې د موثر تر سره کولو مخکنی شرط دی. د م م د سوله ساتو پوليسو وړتيااو د دوی کاري موثريت دې پياوړی شي. د م م سوله ساتي پوليس دې د مهمو مسئلو د سياسي حل لپاره خدمتونه وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |