CRI Online

چين به د وارداتي معاملو په ساحه کې د نوښتونو د هڅونې لپاره ۱۰ ځانګړې سيمې جوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 12:09:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د تر سره کېدو په حال کې، د چين د سوداګريزو چارو وزارت، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې او د ماليې وزارت په ګډون ۹ ارګانونو اعلان کړی چې د شانګهای ښار، لياو نينګ ولايت او جيانګ سو ولايت په ګډون ځينو سيمو کې به د وارداتي معاملو په ساحه کې د نوښتونو د هڅونې لپاره ۱۰ ځانګړې سيمې جوړې شي، دغه ۱۰ سيمې چې خدمتي چارې يې د چين ختيځه، منځنۍ، لوېديځې او شمال ختيځې سيمې تر پوښښ لاندې راولي، د وارداتي معاملو د پرمختګ خوځنده او پټ قوت ښکاري.

د چين د سوداګريزو چارو وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ ادارې مشر لي شينګ جيان د روانې مياشتې په ۴مه نېټه وويل، ځانګړې سيمې دوه دندې لري، لومړی، د معاملو هڅونه، مانا يې د وارداتو، مسلکي پرمختګ او استهلاک هڅونې دي. دوهم، د تجارتي نوښتونو هڅونه، يعنې د پاليسيو، خداماتو او تجارتي ميکانيزم په ساحه کې د نوښتونو هڅونې دي. د دغو ځانګړو سيمو د څارنې ميکانيزم، خدمتي توان او حسابي ميکانيزم به په راتلونکيو درې تر پنځو کلونو کې بشپړ شي، څو د چين د وارداتي معاملې لا زياتې او پراخې شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای