CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند : امريکا دې سمدلاسه پر تايوان د وسلو پلورلو پلان لغوه کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-05 12:19:47

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې پرېکړه کړې چې د چين پر تايوان بې پيلوټه پوځي الوتکې وپلوري، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين په دې اړه ثابت او څرګند دريځ لري چې پر تايوان د امريکا لخوا د وسلو پلورل د يو چين د پېژندنې له اصل او د چين او امريکا تر منځ له درېيو ګډو اطلاعيو، په تيره بيا د " اګېست . ۱۷مه " له اطلاعيې څخه سرغړونه ده، دغه عمل چې د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه ده، د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټې يې زيانمنې کړې، د تايوان بېلتون غوښتونکي هڅولي او د چين او امريکا تر منځ اړيکې او د تايوان په شاوخوا سمندري سيمه کې يې سوله زيانمنه کړې. چين د امريکا له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او له دغه هېواد څخه غوښتنه کوي چې د يو چين د پېژندنې اصل او د دواړو هېوادونو تر منځ د درېيو ګډو اطلاعيو مراعات وکړي، تايوان ته د وسلو له پلورلو او له تايوان سره له خپلو پوځي اړيکو لاس واخلي او سمدلاسه دغې سيمې ته د وسلو پلورلو پلان لغوه کړي، څو د دواړو خواوو تر منځ د اړيکو او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې په ساحه کې د شويو زيانونو مخنيوي وشي. چين به د واقعي حالاتو سره سم دې ته ځواب ورکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای