د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د نومبر په ۴مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د امريکا د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو په باب پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې وويل، موږ دې ته پام کړی چې د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې روانې دي، نتيجه يې مالومه نه ده، د امريکا د ولسمشرۍ ټولټاکنې د امريکا کورنۍ چارې دي، چين په دې اړه کوم خاص دريځ نه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |