د چين د بهرنيو چارو وزارت د نومبر په ۵مه نېټه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۰مه غونډه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون په اړه ځانګړې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه، مرستيال خارجه وزير له يوو چنګ پکې اړوند مالومات ورکړي او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړي دي.
له يوو چنګ وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د نومبر په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۰مه ويډيويي غونډه کې ګډون او مهمه وينا وکړي. دغه ويډيويي غونډه د دې سازمان د نوبتي رئيسه هېواد روسيې له خوا جوړېږي. دا نه يوازې د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون د ۵مې غونډې وروسته د څو اړخيز سازمان په سرمشريزه غونډه کې د دولت رئيس شي جين پينګ لومړی ګډون دی، بلکې اروپا او اسيا کې د چين لخوا ګډون کوونکی مهم څو اړخيز ديپلوماتيک فعاليت دی، ډېر مهم اهميت لري. د غونډې برخوال به د کوويد-۱۹ د خپرېدو په حال کې د دې سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د همکاريو د پياوړتيا او مهمو نړيوالو او سيمه يیزو مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړي. د کوويد-۱۹ د خپرېدو او د نړيوال بدلون په حال کې دغه ويډيويي غونډه دا څرګندوي چې اړوندې خواوې د دې سازمان د پرمختګ، روحيې، د سيمې، دولت او پرمختيايي ګټو د ساتنې لپاره ټينګ هوډ لري او غواړي د ننګونو پر وړاندې په ګډه مقاومت وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |