CRI Online

د چين خارجه وزارت: چين د مجبوريت له مخې د ځينو هېوادونو په اړه د ويزې تګلارې تعديل کړې.

cri     (GMT+08:00) 2020-11-06 09:37:02

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چين د کرونا وبا ضد مبارزې په موخه د مجبوريت له مخې د ځينو هېوادونو په اړه د خپلې ويزې تګلارې تعديل کړې او لنډ مهالي تدبيرونه يې نيولي دي.

د خبر له مخې، په بېلژيک، برېتانيا او فليپين کې د چين سفارتونو په جلا جلا توګه خبرتياوې خپرې کړې او اعلان يې وکړ چې په لنډمهاله توګه چين ته په دغو هېوادونو کې د هغو خلکو ننوتل منع کړي څوک چې چيني ويزې او د کاري، شخصي چارو او له کورنيو سره د راغونډېدو په موخه د اوسېدو اجازې په لاس کې لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای