۷۱ کلن بېکري يقوب د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې د مرکز ارموچي ښار د يانګ هانګ په نوم د جومات مسؤل دی. هغه په دې ورځو کې رسنيو ته څرګنده کړه چې هېڅکله يې په شينجيانګ کې په زور سره د جوماتونو د ويجاړولو پېښه نه ده ليدلې او نه يې اورېدلې.
هغه په دې اړه وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين د مختلفو ښارګوټو او کليوالو په چټک پرمختګ سره يو شمېر ځايي حکومتونو د خپلو مسلمانانو په غوښتنو سره ځينې زاړه او پخواني جوماتونه ترميم، پراخ او يا بيا جوړ کړي. په جوماتونو کې اسانتياوې هم بشپړې شوې، د بېلګې په توګه د اير کنديشنرونه هم پکې ځای پر ځای کېږي او په ژمي کې تودې اوبه برابرېږي چې مسلمانان په دې ډېر خوشحاله دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |