CRI Online

آخوند بايشپي : شينجيانګ د ديني استعداد لرونکو کسانو د روزلو لپاره اسلامي ديني پوهنځی جوړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-11-06 15:31:17

د شينجيانګ د اروموچي ښار د سايباغ سيمې د نانزيګو جومات آخوند بايشپي د اسلامي ديني مدرسې يو ښوونکی دی، هغه وويل، شينجيانګ د ديني استعداد لرونکو کسانو روزنې ته ډېر اهميت ورکوي.

شينجيانګ په ۱۹۸۲م کال کې اسلامي ديني پوهنځی جوړ کړ او په ۲۰۱۷م کال کې يې په ئيلي، اروموچي او ياقو کې فرعي مدرسې جوړې کړې، په دې پوهنځي او ټولو فرعي مدرسو کې د زده کوونکو شمېر ۳۰۰۰ ته رسېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای