CRI Online

شي جين پينګ د الجزاير ولسمشر عبدالمجيد تبون ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 10:22:48

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د الجزاير د ولسمشر عبدالمجيد تبون پر کوويد۱۹ د اخته کېدو له امله نوموړي ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

شي جين چين په خپل پيغام کې وويل، خبر شوم چې ښاغلی ولسمشر په تېرو څو ورځو کې د معاينې او درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوی، زه غواړم تاسو ته خپلې خواخوږۍ څرګندې کړم او هيله لرم چې تاسې به ژر روغتيا ومومئ او جوړ شئ.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای