CRI Online

شي جين پينګ او لومړۍ مېرمن د کمبوديا له پاچا او پخوانۍ ملکې سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 10:56:51

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي يوان د کمبوديا له پاچا نورودوم سيهاموني او د دغه هېواد د پخواني پاچا له مېرمن نورودوم مونينيته سيهانوک سره وکتل.

شي جين پينګ وويل چې موږ له کموديا سره نږدې دوستۍ ته په درنه سترګه ګورو، له تاسو څخه مننه کوو چې د کوويد۱۹ تر خپرېدو وروسته مو را ته د خواخوږۍ پيغام او بسپنه راولېږله. موږ بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې د پياوړتيا لپاره لا نور کوښښ هم وکړو.

نورودوم سيهاموني وويل چې زه غواړم له رئيس شي جين پينګ سره يو ځای د کمبوديا او چين تر منځ د همکارۍ لپاره هڅه وکړم.

نورودوم مونينيته سيهانوک وويل چې زه به په مداومه توګه د دواړو هېوادونو تر منځ د ښې دوستۍ د ژورتيا لپاره کوښښ وکړم.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای