CRI Online

د جاپان د سوداګرۍ بيا سمسورتيا څانګې استازي: باور دی چې د چين نړيوال وارداتي نندارتون به دواړو هېوادونو ته واقعي ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 15:20:21

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د څلورمې نيټې په ماښام پرانيستل شو.د معلوماتو له مخې له جاپان څخه څه دپاسه څلور سوه تصدۍ په نندارتون کې ګډون لري چې شاو خوا اويا سلنې يې په مسلسلو دريو دورو نندارتونونو کې ګډون کړی دی. د جاپان د سوداګرۍ د بيا سمسورتيا څانګې (JETRO) استازي ميزوتا کينجي (Mizuta Kenji) د روانې مياشتې په ۵مه نېټه وويل چې د دغې څانګې تر ترتيب لاندې ۱۵۶ تصدۍ يې په دغه نندارتون کې ګډون لري. که څه هم د کوويد-۱۹ وبا روانه ده، خو دغه نندارتون لا هم د جاپاني تجارانو لپاره لېوالتيا لرونکی دی.هغه وويل چې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ وبا په منفي اغيزې کې چين لومړی خپل کارونه بيا اعاده کړي دي، باور دی چې دغه نندارتون به دواړو هېوادونو ته واقعي ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای