د نومبر په اوومه نېټه سهار د کابل د نهمې امنيتي حوزې څلورم مکرويان سيمه کې يوه چاودنه وشوه. د کابل د پوليسو د خبر له مخې، د طلوع تلويزيون د سياسي خپرونو د پخواني وياند او د افغانستان بانک اوسنی کارکوونکی يما سياوش موټر د چسپکي ماين له چاودنې سره مخ شو چې هغه او نور دوه تنه نور همکاران يې په چاودنه کې ځای پر ځای ووژل شول. تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |