امريکا پرېکړه کړې چې د ختيځ ترکستان د ترهګريز سازمان په توګه پېژندنه لغوه کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د نومبر په ۶ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې په دې اړه وويل چې امريکا بايد سمدلاسه خپله تېروتنه سمه کړي، ترهګريز سازمان سپين نه کړي او د ترهګرۍ پر ضد له نړيوالې همکارۍ څخه بايد په شا نه شي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا کانګرس په ويبسايټ کې خبر ورکړ چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو اعلان کړ چې د ختيځ ترکستان د ترهګريز سازمان په توګه پېژندنه لغوه غواړي.
وانګ ون بين په دې اړه وويل چې چين د امريکا د اړوندې پرېکړې په اړه سخته نارضايتي او کلک مخالفت څرګندوي. د ختيځ ترکستان په نوم سازمان د م م د امنيت شورا لخوا د ترهګريز سازمان په توګه پېژندل شوی او د نړيوالې ټولنې لخوا هم په ګډه د ترهګريز سازمان په توګه پېژندل شوی دی. دغه سازمان په اوږده موده کې ترهګريز فعاليتونه تر سره کړي، ډېر کسان د دغه سازمان لخوا وژل شوي. د چين او نړيوال امنيت او ثابت يې له ګواښ سره مخ کړي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |