CRI Online

مطيع قربان: د شينجيانګ د ختن په کېريه ولسوالۍ کې د عيدګاه جومات په ښه توګه تر خدمت او ساتنې لاندې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-11-07 17:29:47

مطيع قربان د شينجيانګ د ختن سيمې په کېريه ولسوالۍ کې يو مسلمان دی. ځينو لويديځو خبري رسنيو داسې جعلي او ناسم خبر خپور کړی چې په دغه ځای کې د عيدګاه جومات وران شوی، نوموړي په دې هکله وويل چې دغه خبر بيخي دروغ دی او هېڅ حقيقت نه لري. د ده کورنۍ د دغه جومات سره په نژدې ځای کې ژوند کوي. دغه جومات څه دپاسه اته سوه کلن تاريخ لري او د دولت په کچه د تاريخي اثارو په کچه تر ښې ساتنې او خدمت لاندې دی او تل د عبادت کوونکو پرمخ خلاص دی او د استفادې په حال کې دی.

پخوا د ده نيکه او پلار همېشه دغه جومات ته لمونځ لپاره تلل او اوس هم هغه پخپله او نور ګڼ شمېر مسلمانان په کې پنځه وخته لمونځ کوي او هېڅکله يې نه دي اوريدلي او ليدلي چې دغه جومات دې وران او يا بند شوی وي.

هغه وويل چې زه نه پوهيږم چې ولې دوی داسې درواغ وايي چې دغه جومات وران شوی. که دوی موږ ته رښتني پاملرنه کوي، نو په خپله دې دغه ځای له نژدې څخه وګوري او حقيقت به وګوري او ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای