CRI Online

د جاپان د کاو شرکت د اسيا د فرعي څانګې مشر: د چين نړيوال وارداتي نندارتون نړۍ ته باور رسوي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-08 11:28:57

 

د جاپان د کاو شرکت د اسيا د فرعي څانګې مشر نيشيګوچي تورو په شانګهای ښار کې د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون په وخت کې وويل چې د دغه نندارتون تر سره کول د نړۍ د اقتصاد بيا سمسورتيا ته باور رسوي.

هغه وويل چې د کوويد-۱۹ وبا پر نړيوال اقتصاد منفي اغيزې اچولې دي، خو په دې حال کې د کوويد -۱۹ د وقايي او کنټرول تر جدي تدبيرونو لاندې دغه نندارتون په شانګهای کې تر سره کېږي. دې اقدام ټولې نړۍ ته باور رسولی دی. دغه شرکت د ياد نندارتون په ترڅ کې د خپلو نويو توليداتو د ښودلو غونډه تر سره کوي او باور لري په چيني بازار کې به ښه وپلورل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای