CRI Online

په چين کې يو شمېر نندارتونونه، د نړيوالې سوداګرۍ د احيا انجن په حرکت راوستلی او راولي يې

cri     (GMT+08:00) 2020-11-08 14:38:34

په چين کې يو شمېر نندارتونونه، د نړيوالې سوداګرۍ د احيا انجن په حرکت راوستلی او راولي يې د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر له څلورمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې په شانګهای ښار کې د تر سره کېدو په حال کې دی. په دغه نندارتون کې زيات شمېر ګډونوالو تصديو څرګنده کړې ده دغه نندارتون په يو ډير ښه او مناسب وخت کې ترسره کېږي او د کوويد-۱۹ وبا د خپرېدو په وخت کې يې د بهرنيو تصديو ته همکاريز ډګرونه او فرصتونه برابر او رسولي دي. د اړوندو کارپوهانو په اند د کوويد-۱۹ د وقايي او کنټرول په حال کې په تجارتي او اقتصادي ساحو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون او د چين د وارداتو او صادراتو نندارتون په شمول يو شمېر لوی نړيوال فعاليتونه د نړۍ د اقتصاد په بيا سمسورونه کې نوي فرصتونه او ځواکونه رامنځته کړي دي. د دولت په کچه د وارداتو تر عنوان لاندې د لومړي نړيوال نندارتون په توګه د چين نړيوال وارداتي نندارتون د چين بازار ته د نړيوالو تصديو د ننوتلو او په چين کې د دغو تصديو د پانګونو لپاره يوه مهمه کړکۍ ګرځيدلې ده. د امريکا د يو پي ايس (UPS) په نامه د توکو د ليږد راليږد ترانسپورټي شرکت چې دوه مياشتې مخکې يې په بېجينګ کې د چين د خدماتي سوداګرۍ په نندارتون کې ګډون کړی و، د روانې مياشتې په څلورمه نېټه يې په شانګهای ښار کې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې هم ګډون لري. د دغه شرکت د چيني فرعي څانګې مشرې هه جيا مې وويل زما په نظر د چين نړيوال وارداتي نندارتون د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ د هڅونې لپاره يو ډېر ښه ډګر دی چې چين او نړۍ په لا ښه ډول سره اړيکې ټينګولی شي. مخکې په بېجينګ کې د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون او اوس په شانګهای کې د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې زموږ له ګډون څخه څرګنديږي چې زموږ لپاره د چين بازار اهميت لري او په درنه سترګه ورته ګورو. هيله لرو چې چيني مشتريان زموږ د توکو ليږد سيستم له لارې له نړۍ سره تګ راتګ لا زيات کړي. د اړوندې شميرنې له مخې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ خپرېدو په حال کې د چين د وارداتو او صادراتو اندازه ګام په ګام بير ته د ثبات مدار ته رسېدلې ده. د روان کال په درېيم موسم کې د چين د صادراتو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس اعشاريه دوه سلنه زياته شوې ده او وارداتو يې څلور اعشاريه دری زيات شوي دي او د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت يې د تيرو کلونو د همدې مودې په پرتله زيات شوی دي. د سوداګرۍ نړيوال سازمان د شميرنې له مخې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د وارداتو اندازه په ټوله نړۍ کې د يوولس اعشاريه دری سلنه په نيولو توانيدلی دی چې د مخکې په پرتله يې نوی ريکارډ ټینګ کړی دی. د چين د سوداګرۍ وزارت د شميرنې له مخې د روان کال په لومړيو دريو موسمونو کې د چين د خدماتي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو اندازه ثابته او عادي وه. په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت انستېتيوټ د اقتصاد د سيمه ايزو همکاريو د څيړنې مرکز منشي جانګ جيان پينګ وويل چين د توکو سوداګرۍ په برخه کې د لومړي لوی هېواد او د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې د دويم لوی هېواد په توګه په اغيزمنه توګه د کوويد-۱۹ وبا کنټرول کړې ده چې د هېواد په دننه کې اقتصاد په بنسټيزه توګه بيرته عادي حالت ته راستون شوی دی. نو د چين ستر بازار د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او د نړيوالې سوداګرۍ د بيا سمسورتيا لپاره د هڅوونکی رول لري. چين اوس په بېجينګ، شانګهای او ګوانګجو کې د لويو نړيوالو سوداګريزو نندارتونونو په جوړولو سره د انلاين او افلاين له لارې د ټولې نړۍ سوداګرو ته ډګرونه برابر کړي دي چې د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ په ګډه د عرضې د نړيوال ځنځير د ټينګښت په برخه کې له يو بله سره همکارۍ کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای