CRI Online

د چين په درېيم نړيوال وارداتي نندارتون کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو توليدات راغونډ دي

cri     (GMT+08:00) 2020-11-08 15:57:08

د چين درېيم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر د ۴مې نيټې په ماښام پرانيستل شو. د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د هېوادونو په نندارتون کې ډول ډول وارداتي سوداګريز توکي ايښودل شوي چې مشتريان تر په ازمايښتي ډول هم استفاده کولی او اخيستلی شي. د شانګهای د ازادې سوداګرۍ په سيمه کې د يو کمربند او يوې لارې د هېوادونو ښه او باکيفيته توليدات راغونډ دي او مشتريان د دغو هېوادونو په هکله لا زيات معلومات ترلاسه کولی شي.

د يو کمربند او يوې لارې د هېوادونو د توليداتو د راغونډولو پروژه د دغه نندارتون د پرانيستلو مخکې جوړه شوې ده چې د ټايلنډ، هاسپانيا، جاپان، کوريا جمهوريت، روسيې، سوريې، ايران او جنوبي افريقا په شمول د څه دپاسه شلو هېوادونو او سيمو ځانګړي نندارتونونه پکې شامل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای