چيني اوهندي پوځونو د نومبر په ۶مه نېټه په چوشوله کې د قومندانو په کچه د ۸مې دورې غونډه تر سره کړه. دواړو خواوو د چين او هند ترمنځ د سرحداتو د لوېديځې کنټرول کرښې په شاوخوا کې د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ د ليرې واټن ساتلو په اړه په ډاګه او ژوره توګه د نظريو تبادلې وکړې، د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا د شويو موافقو د پلې کولو په اړه يووالي ته رسېدلي او ژمنه يې کړې چې د لومړۍ کرښې پوځيان بايد خپل صبر او زغم وساتي او بايد د سوتفاهم مخنيوی وکړي. دواړه خواوې به په دوامداره توګه له پوځي او ډيپلوماتيکي چېنالونو لارې د دغې غونډې پر بنسټ د نورو مسئلو حل پرمخ بوزي، د سرحدي سيمې سوله او ارامي به په ګډه وساتي او په نژدې راتلونکې کې به د ۹مې دورې غونډه تر سره کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |