امريکايي رسنيو د نومبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ، چې د امريکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشريزو ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند نوماند او پخوانی مرستيال ولسمشر جوبايډن د ټاکلي نصاب له ۲۷۰ څخه زياتې رايې ګټلې دي. د ډونالډ ټرمپ طرفداران دغه نتيجه نه مني او احتجاجونه يې پيل کړي دي. بلخوا د جوبايډن طرفداران د خپل بري د لمانځلو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.
د امريکا په ډېرو ځايونو کې د بايډن او ټرمپ طرفداران يو د بل پر ضد ولاړ دي. د دغه هېواد ډېر پوليس د نظم د ساتلو لپاره سړکونو ته راوتلي دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |