د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ناروغيو د کنټرول او وقايې مرکز د نومبر په ۸مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه، په ۶مه نېټه په امريکا کې پر کوويد ۱۹ د نويو اخته کسانو شمېر ۱۳۲۸۳۰ ته رسېدلی چې نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی.
د دغو شمېرو له مخې، د نومبر له پيل نه تر ۷مې نېټې پورې په امريکا کې هره ورځ پر کوويد ۱۹ د نويو اخته کسانو منځنی شمېر ۹۹زرو ته رسېدلی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |