د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا ۷۳مې نړيوالې اسامبلې تمديد شوې ناسته د نومبر د ۹مې نېټې په شپه په ويډيويي لارې پرانيستل شوه. په همدې ورځ د دغې ناستې د عمومي چارو کمېټې او د ټولو غړو په ناستو کې په جلا جلا توګه د ناظر په توګه د تايوان د ګډون په اړه د ځينو هېوادونو مسوده رد شوه. دا د روان کال له مې وروسته د روغتيا په نړيواله غونډه کې د تايوان مسئلې په اړه د مسودې يو ځل بيا ردول دي چې د م م د عمومي اسامبلې او د روغتيا نړيوالې غونډې له اړوندو پرېکړه ليکونو سره سمون لري. له دې څخه څرګندېږي چې پر يو چين د پېژندلو اصول د ټولې نړۍ موافقه ده چې نه بدلېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |