د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د نومبر په ۹مه نېټه د دفاع وزير مارک ايسپر د ګوښه کولو اعلان وکړ او د دفاع وزارت د سرپرست په توګه يې ښاغلی کريستوفر ميلر وټاکه.
ټرمپ په همدې ورځ په يوې ټولنيزې رسنۍ کې وويل چې د مارک ايسپر دنده ختمه شوه او ميلر د دفاع د سرپرست وزير په توګه دنده پر غاړه اخيستې.
۵۵کلن کريستوفر ميلر د ۲۰۰۸ کال له اګست څخه د ترهګرۍ ضد دولتي مرکز د مشر په توګه دنده پيل کړه، له دې مخکې يې د امريکا د ملي امنيت کمېسيون ترهګرۍ ضد سلاکار، د ځانګړو عملياتو او ترهګرۍ ضد چارو په اړه د دفاع وزارت د مرستيال سلاکار شوی و.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |